کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې کندهار کې د وچې مېوې ټولنې مسوولینو ویلی، چې د تېر کال په پرتله سږکال له دغه ولایته خارج ته د وچې مېوې په صادراتو کې ۳۰سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د راپور پر بنسټ، د وچې مېوې ټولنې مشر ویلی، د مېوو ډېره برخه هند، پاکستان، قزاقستان، امارات، کاناډا، جرمنی، امریکا، جاپان او انګلستان ته لېږدول کیږی.
دغه صادرات چې د ځمکې له لارو یادو هېوادونو ته لېږدول شوی، مسوولین یې وایی، هڅه کوی چې د صادراتو بهیر ۱۵ نورو هېوادونو ته هم د ځمکې او هوا له لارې وغځوی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ