د عربی متحده اماراتو په ولسمشرۍ ماڼۍ (قصر الوطن) کې د لومړی ځل لپاره د اسراییلی صهیونیسټی رژیم بیرغ پورته شو.
ورته مهال په متحده عربی امارتو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ دننه د ولسمشرۍ د ساتونکو لخوا د اسراییلی سفیر عامر هایک پر وړاندې رسمی تشریفات هم تر سره شول.
د متحده اماراتو لوی سوداګر او د داماک ګروپ شرکت بنسټګر حسن سجوانی، پر خپله رسمی ټوټیرپاڼه د دغو مراسمو ویډیو خپره کړې او زیاته کړې یې ده، چې له تشریفاتو وروسته په قصر الوطن کې د اسراییلو د صهیونیسټی رژیم ملی سرود وغږول شو.
په همدې سره د عربی متحده اماراتو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د لومړی ځل لپاره د دغه رژیم بیرغ ورپېده.
دا په داسې حال کې ده، چې ډېری اسلامی هېوادونه اسراییل ته د یو رژیم په سترګه ګوری او د یو خپلواک دولت په توګه ور سره اړیکې نه پالی خو متحده امارات له اسراییلی رژیم سره د اړیکو په عادی کولو کې هم تر ټولو لومړی دولت و.
برسېره پر دې، د اسراییلو د وسلو تر ټولو لوی شرکت په متحده عربی امارتو کې یوه څانګه پرانستله.
گهیځ