له پاکستانه راستنو شویو محصلینو ته د زده کړو وړیا زمینه برابرېږی

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۳۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست افغان حکومت چارواکی وایی، هېواد کې ټولو خصوصی پوهنتونونو ورسره ژمنه کړې، چې په زرګونه هغو محصلینو ته د زده کړو وړیا زمینه برابروی، چې له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شوی دی.
د کابل د کډوالو چارو رییس ویلی، هر پوهنتون ورسره د ۱۰۰ وړیا سکالرشیپونو ژمنه کړې او د ډېرو نورو لپاره یې ۸۰ سلنه تخفیف په نظر کې نیولی دی.
د سرپرست حکومت چارواکی وایی، د بیرته ستنو شویو هېوادوالو لپاره د زده کړو د فرصت برابرولو ترڅنګ، د دوی لپاره د کاری فرصتونو د رامنځته کولو هڅې هم کوی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالی کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د وېستلو لړۍ د پیل راهیسې، تر ۳۵۰ زره پورې وګړی افغانستان ته را ستانه شوی دی، چې دا لړۍ لا هم دوام لری.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.