کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۳۰ مه نېټه):
د افغانستان په تړاو د ګالوپ تحقیقاتیادارې تازه سروې ښیی، چې د ۲۰۲۲ کال په څېر په دغه هېواد کې سږکال هم د نفوس لویه برخه له سختو اقتصادی ستونزو سره مخ ده او د کورنی عاید له کمښته سر ټکوی.
د دې سروې له مخې، که څه هم د افغانستان په اقتصادی حالت کې د تېر کال په پرتله په ځینو برخو کې پرمختګونه شوی، خو د سروې موندنې ښیی، چې اوس هم ۸۱ سلنه افغانان فکر کوی چې د افغانستان اقتصاد مخ پر خرابېدو دی، ۶۰ سلنه فکر کوی، چې اقتصادی حالات یې ډېر خراب شوی، او ۲۵ سلنه افغانانو ته یې عواید کم او خراب برېښی.
بلخوا د اقتصادی چارو یو شمېر شنونکی هم په افغانستان کې د خراب اقتصادی وضعیت ستونزه منی خو زیاتوی، چې د افغانستان د اقتصادی وضعیت د ښه والی لپاره، د سترو پروژو پلی کېدل او له بهر څخه په دغه هېواد کې پراخه پانګونه کول غوره حل لاره بولی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ