د ماشومانو د نړیوالې ورځې لمانځل او دوه ګونی غولونکی شعارونه!

پرون د زېږدیز کال د نومبر شلمه نېټه په ټوله نړۍ کې د ماشومانو د نړیوالې ورځې په نامه ولمانځل شوه،
دا ورځ له ۱۹۹۰ کال راپدېخواه د ملګرو ملتونو سازمان د عمومی اسمبلۍ لخوا د ماشومانو د حقونو د اعلامیې او کنوانسیون په مناسبت د ماشومانو د نړیوالې ورځ په توګه نمانځل کېږی. د رسنیزو راپورونو له مخې په نړیواله کچه د دې ورځې د لمانځلو موخه دا وی تر څو په نړیواله کچه د ماشومانو پوهاوی لوړ او د دوی د ژوند ښه کولو او هوساینې د ډېرولو په موخه هڅې وشی. د انترنټی سرچینو له مخې په ۱۹۵۹ زېږدیزکال کې پر همدې ورځ د ملګرو ملتونو عمومی اسمبلۍ د ماشومانو د حقونو اعلامیه چمتو کړه او په ۱۹۸۹ زېږدیزکال کې پر همدې ورځ د ملګرو ملتو سازمان عمومی اسمبلۍ د ماشومانو د حقونو کنوانسیون هم برابر کړ.
که څه هم د ماشومانو د نړیوالې ورځې په څېر ډېرې داسې ورځې زمونږ او نړۍ په تقویم کې شته چې مونږ یې هم یا د خپلې خوښې په اساس یا له نورو سره د سیالۍ برابرولو په موخه لمانځو او پرته لدې چې د هغې ورځې پر اهمیت او یا ضرورت ځان پوه کړو له نورو سره یوځای مونږ هم لاسونه پړقوو او هڅه مو دا وی چې باید له دغه سیالۍ مونږ هم وروسته پاتې نشو، خو سږ کال د ماشومانو نړیواله ورځ د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې په داسې حال کې لمانځل کېږی چې نه ماشومان او نه هم لویان یو هم خوندی نه دی.
د همدې ورځې په مناسبت ځینو نړیوالو رسنیو او انټرنټی شبکو بیا هم د افغان ماشومانو پر بد وضعیت او له ځینو حقونو څخه د محرومتیا چیغه پورته کړې وه او بیا یې هم هماغه استعماری او شیطانې موخې را وړاندې کړې وې چې ګواکې افغان ماشومان له خپلو ځینو حقونو محروم دی، خو هېچا هم دا خبره ونکړه چې همدا نن په فلسطین کې د امریکا تر مستقیمې سرپرستۍ او د هغوی په همکارۍ هره ورځ زر هاوو فلسطینی ماشومان ولې وژل کېږی او د ماشومانو د حقونو دغه درواغجن مدعیان ولې هلته زړه نه سوځوی؟
د افغان ماشومانو خراب وضعیت او له خپلو ځینو حقه حقونو څخه د هغوی محرومیدل پرته له شکه د هر بادرده با درکه افغان وګړی لپاره د اندېښنې وړ خبره ده خو په څنګ کې یې باید دا هم هېر نه کړو چې د غم ځپلیو افغان ماشومانو دا وضعیت نه نوی دی او نه هم د نن ورځې خبره ده.
افغان ماشومان او آن د دې غم ځپلی هېواد لویان، ښځې او سپین ږیری هم له لسیزو را پدیخواه د پردیو له خوا د تپل شوې جګړې له امله، نه یوازې له خپلو حقونو محروم دی چې آن د انسانی ژوند لومړنی حقونه او امکانات هم ترې اخیستل شوی دی.
له افغانستان هم ور ها خوا په ګرده اسلامی نړۍ کې چې نن د نړیوال امپریالیزم او د هغوی د مزدورو کړیو له خوا پر مسلمانو ولسونو کومه ناروا او نابرابره جګړه تپل شوې ده او د ‍ هغې له امله چې د دغو هېوادو ولسونه او په تېره بیا ماشومان په کوم ډول کړاو، درد او رنځ زغمی او ګالی یې، د هغې پوښتنه باید له چا څخه وشی؟
همدا اوس چې په فلسطینی ځمکه د بشری حقونو او ډېموکراسۍ د نړیوال علمبردار (امریکا) په مستقیم ملاتړ او همکارۍ د اسراییلو له خوا کوم ناتاړ جوړ دی او د نړیوالو رسنیو د ورځنیو راپورونو پر بنسټ د اسراییلی ظلم او وحشت د قربانیانو تر ټولو ستره برخه هم ماشومان دی، ولې د ماشومانو د حقونو دغه درواغجن مدافعین پرې غلې دی؟
دا او دې ته ورته نورې ورځې چې عموماً د لویدیځوالو له خوا د یوه زېږدیز کال په اوږدو کې ځای پر ځای شوې او په ښو القابو او غوړو نومونو د لویدیځ د دوه مخې ډېموکراسۍ تر سیورې لاندې یادېږی او لمانځل کېږی نور د نړۍ په مظلومو هېوادونو کې خپل اهمیت له لاسه ورکړی دی او نور دغه غولونکی شعارونه نشی کولای د ویښتابه او بیدارۍ پر لور روان ولسونه تېر باسی.
پر لویدیځ د واکمنو ټولګیو کړنو او د هغوی د دوه ګونو معیارونو له امله د اوږدې مودې راپدیخواه دغه ډول شعارونو خپل رنګ بایللی دی او نور په آزاده نړۍ او په تېره بیا په اسلامی هېوادونو کې هغه اهمیت نه لری چې لویدیځوال یې غواړی.
په فلسطین کې تر وروستۍ جګړې او په ترڅ کې یې پر مظلومو فلسطینی وګړو او په تېره بیا پر ښځو او ماشومانو د امریکا او اسراییلو تر وحشیانه بمبارۍ او په ترڅ کې یې هره ورځ د زر هاوو ماشومانو وژل کېدو او د هغوی د خوارو او کوچنیو بدنونو ټوټه کېدو ترپخوا زیات دغه شعارونه او د تش په نامه ورځو لمانځل بې رنګه کړل او د رنګینو شعارونو تر شاه پټ تریخ حقیقت یې لا ښه په ډاګه کړ.
له همدې امله به ښه دا وی چې د ماشومانو د نړیوالې ورځې په نامه د یوې ورځې تر شعاری لمانځلو په ټوله نړۍ او په تېره بیا په اسلامی هېوادو کې د ماشومانو وضعیت ته پاملرنه وشی او پر اسلامی هېوادو د جګړې پر بل کړی اور اوبه وپاشل شی. والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️

Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.