کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ لومړۍ نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې یا سیګار د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د مشر له قوله په یوه بیان کې ویلی، چې دوی په افغانستان کې تر ټولو اړمنو وګړو مرستې نشی رسولی.
د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، افغانستان کې میلیونونه کورنۍ د یو وخت ډوډۍ د چمتو کولو لپاره له ستونزو سره مخ دی او دوی یوازې د هغو اړمنو سره مرسته کولای شی، چې تر ټولو بد اقتصادی وضعیت ولری.
بل لور ته د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهی صندوق یا یونسېف هم په دې وروستیو کې ویلی، په افغانستان کې څه باندې ۲۹ میلیونه وګړی بشری مرستو ته اړتیا لری چې په دې کې ۱۶ میلیونه ماشومان هم شامل دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ