فراه کې ۲۱ ټانکره نور بې‌ کېفیته تېل بېرته ایران ته ګرځول شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ لومړۍ نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سټنډرډ ملی ادارې ویلی، ایران هېواد ته یې ۲۱ ټانکره نور بې کېفیته تېل بېرته مسترد کړی دی.

د یادې ادارې ویاند ویلی، دغه اندازه تېل چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود، د فراه ولایت په ۷۸ میل بندر کې بېرته ایران ته مسترد شوی دی.

نوموړی زیاته کړې، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملی ادارې په خورا جدیت د بې کېفیته تېلو د واردولو د مخنیوی لپاره عملی ګامونه پورته کړی.

د سټنډرډ ملی ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتی، چې هېواد ته باکېفیته توکی وارد کړی، کنه نو له ورته چلند سره به مخ شی.

د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې تر دې وړاندې هم هېواد ته د سلګونه ټانکره بې کېفیته نفتی توکو د راوارد کېدو د مخنیوی خبرونه ورکړی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.