کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ لومړۍ نېټه):
د راپورونو له مخې د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې ویلی، چې د افغان کډوالو د تخلیې د پروګرام په لړ کې یې تېره ورځ له پاکستان څخه په یوه چارټر الوتکه کې ۳۱۶ افغان کډوال دغه هېواد د تورنټو ښار ته انتقال کړی دی.
د راپور پر بنسټ، دغې ادارې پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلی، چې کاناډا ته دا نوی رسېدلی افغان کډوال به د دغه هېواد په ۳۶ ښاری سیمو کې ځای پر ځای شی.
د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې ویلی، چې کاناډا د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راهیسې لږ تر لږه ۴۰ زرو زیانمنونکو افغان کډوالو ته د هرکلی ویلو هدف پوره کړ او په شرایطو د برابرو نورو غوښتنلیکونو باندې چې دمخه ترلاسه شوی، کار روان دی.
د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې تېره اونۍ هم له پاکستان څخه په یوه چارټر الوتکه کې ۳۲۵ افغانان لېږدولی وو.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ