متقی: امریکا دې د افغانستان کنګل شوې پیسې خوشې کړی

د افغانستان د اسلامی امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقی د امریکا له کانګرسه په یوه سرخلاصی لیک کې د کنګل شویو پیسو د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

دغه لیک چې د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخی پر خپله ټویټرپاڼه خپور کړی، د افغانستان ناوړه اقتصادی وضعیت ته په اشارې ویل شوی چې که وضعیت همداسې دوام ومومی، د پراخې کډوالۍ لامل به شی.

لیک کې ویل شوی، د افغانستان بانک پر زېرمو د امریکا له خوا بندیزونه د طالبانو د تمې خلاف او د دوحې د هوکړې سره په ټکر کې دی.

بلخی د لیک په یوه څنډه کې کانګرس ته په خطاب کې وایی چې دوی په زور نه، بلکې د خلکو په غوښتنه کابل ته راغلی: “د افغانستان اسلامی امارت د خلکو په ځانګړی توګه د کابل د اوسېدونکو په غوښتنه کابل ته ننوتل، دا د دې لپاره چې د ګډوډۍ مخه ونیسی او د قدرت هغه تشه ډکه کړی چې د پخوانۍ ادارې د مشر د بې مسولیته تیښتې له کبله رامنځته شوې وه.”

د اسلامی امارت چارواکی وایی، سره له دې چې افغانستان کې فضا جګړه ییزه وه، خو دوی له ۲۰۱۱ میلادی کال راهیسې د امریکا له درې ادارو سره خبرې کړی دی.

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.