پاکستان وایی، تر راتلونکې جنورۍ به ټول بې اسناده افغانان له هېواده وباسی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۲  نېټه):

د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد د بلوجستان ایالت د سیمه ییز حکومت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزی ویلی، چې ټول بې اسناده افغان کډوال باید تر راتلونکې جنورۍ میاشتې پورې له پاکستانه وایستل شی.

نوموړی د یو خبری کنفرانس پرمهال زیاته کړې، چې افغانستان کې جګړه ختمه شوې، نو په کار ده چې ټول افغان کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شی.

نوموړی ویلی، چې د بې اسناده کډوالو تر وېستلو وروسته به د اسناد لرونکو افغان کډوالو وېستلو نوملړ هم اعلان کړل شی.

د پاکستان حکومت د شمېرو له مخې دغه هېواد کې شاوخوا ۴،۴ میلیونه افغان کډوال اوسی، چې ۱،۷ میلیونه ترې غیرقانونی کډوال بلل شوی دی.

پاکستان د روانې نومبر میاشتې له لومړۍ څخه تر دا مهاله د تورخم او چمن له لارې ۴ لکو څخه زیات افغان کډوال په جبر افغانستان ته ستانه کړی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.