کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۲ نېټه):
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې په غزه کې د روانې جګړې په ترڅ کې چې له پیله یې نږدې اووه اونۍ تېریږی، د لومړنی موقت اوربند له مخې چې حـ.ـماس او اسراییلو پرې هوکړه کړې، حـ.ـماس به د هغو شاوخوا ۲۴۰ یرغمل شویو څخه پنځوس تنه خوشې کوی، چې د اکتوبر په اوومه یې د اسراییل پر جنوبی ښارګوټو برید کې یرغمل کړی دی، خو اسراییا به د دې په بدل کې له خپلو زندانونو لږ تر لږه ۱۵۰ فلسطینیان آزاد کړی.
ټاکل شوې، د یرغملو لومړنۍ ډله به چې شمېر یې شاوخوا لس تنه ښودل شوی، نن پنجشنبه آزاد شی.
د شوې موافقې له مخې به غزې ته چې اسراییل بشپړه محاصره کړی، پر بشری مرستو، درملو او سوند موادو بار سلګونو لارې ننوځی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ