کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۴ نېټه):
د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په خپلې یوې تازه مرکې کې ویلی، چې له دې وروسته به د افغانستان د لاریو ټولو ډرېورانو څخه ویزه غوښتل کیږی.
نوموړې زیاته کړې، چې د سوداګریزو مالونو د وړونکو لاریو ډرېورانو ته لازمه ده، چې د پاکستان ویزه ترلاسه کړی.
د تېرې سې شنبې په ورځ هم د تورخم دروازه وروسته له هغه د لویو موټرو پر مخ د څو ساعتونو لپاره بنده شوه، چې پاکستانی لوری د افغانستان د لاریو له ډرېورانو څخه د ویزو غوښتنه کوله، خو وروسته بیا بېرته د یوه جوړ جاړی په اساس لاره خلاصه شوه.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ