کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۴ نېټه):
د راپورونو له مخې سرپرست حکومت له پاکستانه هېواد ته د افغانانو د پانګو او شتمنیو د لېږد په موخه د یوې کمېټې له جوړېدو خبر ورکړی.
د راپور پر بنسټ، د سرپرست حکومت ویاند ویلی، چې دغه کمېټه به له پاکستانه د افغانانو د شتمنیو د رالېږدولو په برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړی.
له دې سره سم د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلی، سرپرست حکومت دې له پاکستان سره په ګډه پر داسې یوې کړنلارې کار وکړی، چې ورسره افغانان په اسانۍ سره خپلې شتمنۍ هېواد ته راولېږدوی.
د افغانستان – پاکستان سوداګرۍ د ګډې خونې د معلوماتو له مخې په پاکستان کې مېشتو افغانانو په دغه هېواد کې په بېلابېلو برخو کې درې میلیارده ډالره پانګونه کړې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ