د پوهنې سرپرست وزیر مولوی نورالله منیر وایی اسلامی امارت د ښځو له تعلیم او زده کړو سره کوم مخالفت نه لری.
باختر دولتی خبری اژانس د پوهنې سرپرست وزیر له قوله لیکی چې، زده کړې د انجونو اسلامی او قانونی حق دی. خو ټینګار کوی چې د دوی د زده کړو لپاره د یوې طرحې جوړول اړین دی.
پر ټول افغانستان د طالبانو تر ولکې ټینګولو وروسته تر شپږم ټولګی پورته انجونو ته ښونځی ته د تګ اجازه ور نه کړل شوه خو منیر له شپږم ټولګی پورته نجونو ته ډاډ ورکړ چې د هغوی د سږ کال زده کړې نه ضایع کېږی.
هغه خبرداری ورکړ چې د پوهنې وزارت په دې برخه کې پر یوې طرحې کار کوی.
منیر زیاته کړه: “اسلامی امارت د ښځو زده کړو ته ژمن دی او زموږ مشران او دینی عالمان پر داسې یوې هر اړخیزې طرحې کار کوی چې هم زموږ د افغانی کلتور او هم د اسلامی شریعت په چوکاټ کې برابره وی او همدارنګه د ملت د اکثریت د منلو وړ وی او د هغې مطابق به د ښځو د تعلیم بهیر پیل شی “.
د سرچینې په وینا د پوهنې وزارت سرپرست، د تېرو حکومتونو یوه لویه ناکامی د زده کړو په برخه کې یوازې ښارونو ته د هغوی پاملرنه وبلله؛ خو په خبره یې اسلامی امارت په دې برخه کې د ښارونو ترڅنګ د هېواد ټولې سیمې په پام کې نیسی.
د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال د د دغه وزارت اړوند څه د پاسه ۹۰ سلنه ادارې فعالې دی.
ورته مهال د اسلامی امارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزرات چار سبمالی محمد خالد وایی، د اسلامی حجاب په ساتلو سره انجونه کولی شی د دکتورا تر کچې زده کړې وکړی.
گهیځ