امریکا په پاکستان کې افغان کډوالو ته ټېلیفونی شمېره فعاله کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۴  نېټه):

د راپورونو له مخې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلی، چې په پاکستان کې یې د هغو افغان پناه غوښتونکو لپاره چې امریکا ته د تګ لپاره خپلې دوسیې ته په تمه دی، د بېړنۍ ټېلیفونی اړیکې شمېره جوړه کړې ده.

د راپور پر بنسټ، دغه وزارت زیاته کړې، چې دغه شمېره به د سهار له اتو بجو تر نیمې شپې پورې د مستقیمې اړیکې او واټساپ له لارې فعاله وی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلی، هغه پناه غوښتونکی چې د نیول کېدو او وېستلو له خطر سره مخ کیږی، له دې شمېرې سره اړیکه نیولی شی.

دا اقدام وروسته له هغه کیږی، چې پاکستان په اکتوبر میاشت کې ټولو هغو کډوالو ته چې په دغه هېواد کې د اوسېدو اسناد نه لری، د وتلو لپاره یوه میاشت وخت ورکړی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.