هرات کې د ترافیکی پېښې له امله ۶ کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۴  نېټه):

د راپورونو له مخې د هرات امنیې قومندانۍ ویلی، په دغه ولایت کې تېر ماښام د ترافیکې پېښې له امله درې تنه مړه شوی او درې نور ټپیان دی.

د راپور پر بنسټ، دغه پېښه د یاد ولایت په ګذره ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د امنیې قومندانۍ مسوولینو ویلی، چې یو سراچه ډوله موټر د امنیتی ځواکونو له رنجر موټر سره ټکر کړی، چې له امله یې د سراچې موټر درې تنه سپرلیو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپیان شوی دی.

دغه راز د رنجر موټر چلوونکی هم ټپی شوی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.