کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۴ نېټه):
د راپورونو له مخې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټی ویلی، چې تر راتلونکې یوې میاشتې به ټول هغه افغان کډوال له پاکستانه وباسی، چې دغه هېواد کې د اوسېدو قانونی اسناد نه لری.
د کډالو اړوندو او نورو نړیوالو بنسټونو بیا له پاکستانه غوښتی، چې د افغان کډوالو په زوره ستنولو پرېکړې په اړه له سره غور وکړی.
د دغه هېواد د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټی د ټولو ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو په اړه د یوې پوښتنې ځواب کې ویلی، د ناقانونه کډوالو د وېستلو لړۍ به د یوې میاشتې په موده کې بشپړه شی.
د معلوماتو له مخې د تېرې اکتوبر میاشتې لومړیو کې چې له پاکستانه د افغان کډوالو د وېستلو پرېکړه اعلان شوې، ۴ لکه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ