کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۵ نېټه):
د راپورونو له مخې له افغانستان سره د ترکیې هېواد د مرستو په دوام اتمه جوپه هم د دغه هېواد د سفیر له لوری د هرات په تورغنډۍ بندر کې د سرپرست حکومت چارواکو ته وسپارل شوه.
د راپور پر بنسټ دا مرسته چې ۵۰۸ ټنه ده، په کې خوراکی توکی، جامې، درمل، کمپلې او خېمې شاملې دی.
د اقتصاد وزارت مرستیال ویلی، چې له دغو مرستو څخه به یې ۳ سوه ټنه په زلزله ځپلو او ۲ سوه ټنه نوره به یې په هغو کډوالو ووېشل شی، چې تازه له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوی دی.
ترکیې د افغانستان له اړمنو وګړو سره تردې وړاندې هم ورته مرستې کړی او لا یې هم مسوولینو د خپلو مرستو پر دوام ټنګار کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ