هلمند کې یو صنعتی ښارګوټی او یو ملی پارک پرانیستل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۵  نېټه):

د راپورونو له مخې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر هلمند کې په ۱۷۵ جریبه ځمکه د یوه صنعتی ښارګوټی او د دوراهی په سیمه کې ۲ زره جریبه ځمکه باندې د ملی صنعتی پارک پرانیسته وکړه.

د راپور پر بنسټ، د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د افغانستان پر صنعتی کېدو ټینګار کړی او ویلی، چې د وارداتو له انحصاری اقتصاد څخه پر صادراتو د ولاړ اقتصاد په موخه هېواد کې د صنعتی پارکونو پرانیستل د سرپرست حکومت د پالیسیو په لومړیتوب کې ځای لری.

په ورته وخت کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال هېواد کې اقتصادی ودې او پرمختګ ته د سرپرست حکومت د پاملرنې یادونه کړې او ویلی دی، چې صنایعو ته له ځانګړې پاملرنې پرته د هېواد اقتصادی پرمختګ او پرځان بسیاینه ناشونې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.