چمن کې لاریونوال وایی، که غوښتنې یې ونه منل شی، اغزن تار به ویجاړ کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۵  نېټه):

د راپورونو له مخې په چمن کې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبری کېدو په غبرګون کې د پرلت ۳۷ ورځې پوره شوې.

د راپور پر بنسټ، دوی د پاکستانی حکومت د هغې پرېکړې په غبرګون کې د اعتراض پرلت وهلی، چې پر چمن لار یې هر ډول تګ – راتګ کې پاسپورټ او ویزه حتمی کړې ده.

ځایی سرچینې وایی، چې د دغه پرلت له امله چمن ښارګوټی کې سوداګری او کاروبار په ټپه درېدلی دی.

سرچینې وایی، چې یادې دروازې سره د افغانستان لوری سپین بولدک او د پاکستان لوری چمن ته د زرګونو کسانو اقتصاد تړلی پاتې دی.

یاد پرلت یوه پنځه کسیزه کمېټه هم اسلام آباد ته لېږلې او دې وروستیو کې یې ګواښ هم کړی، چې که غوښتنې یې ونه منل شی، پر ډیورنډ فرضی کرښه به لګېدلی اغزن تار له منځه یوسی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.