د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د یوناما له مشرې سره کتلی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۶  نېټه):

د رسنیو د راپورونو له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د یوناما له رییسې روزا اوتونبایوا سره کتلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویلی، چې په دې کتنه کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبری وېستنې، له راستنېدونکو سره د سرپرست حکومت، ملګرو ملتونو او نورو خېریه ادارو د مرستو پر څرنګوالی، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړی ارزوونکی د وروستی راپور او نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دی.

د راپور پر بنسټ، د یوناما مشرې د هرات زلزلې او د راستنېدنې بهیر پر وړاندې د سرپرست حکومت د رغنده غبرګون ستاینه کړې او د ملګرو ملتونو ادارو ونډې ته یې په اشارې زیاته کړې، دوی به هڅه وکړی چې له نشه یی توکو سره د مبارزې، د بزګرانو او راستنېدونکیو د ملاتړ او د کارموندنې په څېر نورو اړوند برخو کی هم خپل رول ولوبوی او د بشری مرستو تر څنګ د کوچنیو پورونو فرصتونه هم رامنځته کړی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.