د کرکټ T۱۰ سیالیو لپاره ګڼ افغان لوبغاړی متحدو عربی اماراتو ته رسېدلی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۶  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرکټ د چټکې بڼې لس اوریزې سوداګریزې سیالۍ لپاره ګڼ افغان لوبغاړی متحده عربی اماراتو ته رسېدلی دی.

دغه سیالۍ چې سبا سه شنبه پیلیږی، د ۱۲ ورځو په دوام به د اتو لوبډلو ترمنځ د ابو ظبۍ په شېخ ‌‌زاید لوبغالی کې ترسره شی.

دا اووم پړاو دی چې په دې ډول لس اوریزه سیالۍ د متحده عربی اماراتو په کوربه توب کیږی.

په ټی ټېن لیګ کې ټولې ۳۲ لوبې کیږی، چې د هرې لوبې لپاره ۹۰ دقیقې وخت ټاکل شوی.

د لوبډلو د معلوماتو پر بنسټ نوین الحق، قیس احمد، فضل حق فاروقی، اظهار الحق نوید، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، حضرت الله ځاځی، ضیاالرحمان، رحمان الله ګربز، نور احمد او ځینې نور هغه افغان لوبغاړی دی، چې سږ کال به په دې لوبو کې ولوبیږی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.