معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان کډوالو سره د مرستې په موخه حشمت  الله شهیدي نړیوال کمپاین پیل کړی

افغان کډوالو سره د مرستې په موخه حشمت  الله شهیدي نړیوال کمپاین پیل کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۶  نېټه):

د راپورونو له مخې د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي له پاکستانه د راستنو شویو افغان کډوالو سره د مرستې په موخه نړیوال کمپاین پیل کړی دی.

د راپور پر بنسټ، نوموړي دا پیل له امریکا څخه کړی او هلته یې په خپله لومړنۍ غونډه کې چې د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې جوړه شوې وه، لسګونه زره ډالر مرسته را ټوله کړې ده.

همدا راز شهیدي خپل هغه لباس چې د پاکستان پر وړاندې لوبه کې یې پر تن و، د پوهنتون یو افغان استاد په ۱۰۰۰ ډالرو اخیستی دی.

افغان لوبډلمشر ویلي، د مرستو تر راټولولو وروسته به راټولې شوې مرستې په منظم شکل د افغان حکومت تر رهبرۍ لاندې تر راستنېدونکو کډوالو ورسوي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس