کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۶ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک ویلی، چې د دې بانک د لومړی مرستیال په مشرۍ یوه پلاوی بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د زون په کچه را ټول شوی ۹۷۲ میلیونه او ۷۹۹ زره زاړه بانکنوټونه وسوځول.
د خبر پر بنسټ د یاد بانک مسوولینو زیاته کړې، چې سوځول شویو بانک نوټونو کې د یوې، دوو، پنځو، لسو، شلو، پنځو سوو او زرو افغانیو بانک نوټونه شامل وو.
تر دې وړاندې ننګرهار کې هم مسوولینو یو شمېر زاړه بانک نوټونه سوځولی وو.
دې وروستیو کې د ګڼو ولایاتو خلکو ویلی وو، چې د زړو بانک نوټونو له امله ستونزو سره مخ دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ