د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د اسلامی امارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر وروستیو څرګڼدونو ته په غبرګون کې ویلی، چې دغه ډول خبرې د تبصرې وړ نه ګڼی.
د طالبانو امر بالمعروف وزیر مولوی محمد خالد حنفی د سه شنبې پر ورځ ویلی وو، چې د کرزی په ګډون له هغو کسانو سره چې په تېرو لسیزو کې د لویې پانګې خاوندان شوی، حساب کوی.
مولوی خالد په خپلو څرګندونو کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، عبدالله عبدالله او د مشرانو جرګې پخوانی مشر فضل هادی مسلمیار مجرمین بللی.
حامد کرزی د یادو څرګندونو په غبرګون کې په خپله ټوېترپاڼه د امر بالمعروف وزیر د سپارښتنې په ډول لیکلی: “ملی وحدت، اتحاد او اتفاق د ګران هېواد دعزت اودیو با ثباته ملی نظام د جوړېدو لاره ده”.
په ورته مهال د افغانستان بهرنیو چارو پخوانی وزیر حنیف اتمر هم د یادو څرګندونو په غبرګون کې ویلی، داسې څرګندونې د وطن په خیر نه دی او باید ترې ډډه وشی او زیاتوی چې یاد شویو کسانو د سولې په لاره کې زیات زحمتونه ویستلی او قربانۍ یې ورکړی دی.
د یادولو وړ ده چې طالبانو پر افغانستان له خپلې ولکې وروسته د پخوانیو سیاسی مشرانو په ګډون ټولو کسانو ته عمومی عفوه اعلان کړه.
خو دا لومړی ځل دی چې د اسلامی امارت د یو وزیر لخوا د پخوانی حکومت اړوندو کسانو او سیاستوالو سره د حساب کتاب خبره کېږی.
گهیځ