کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۷ نېټه):
د راپورونو له مخې د هرات یوولسم امنیتی کنفرانس چې پخوانی حکومتی سیاسی څېرې، د بشری حقونو فعالان او د سیمې د هېوادونو استازی په کې ګډون لری، د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې پیل شوی دی.
د راپور پر بنسټ، دا غونډه به دوه ورځې دوام وکړی، چې یاد کسان په کې د افغانستان پر اوسنی او راتلونکی وضعیت خبرې کوی.
تاجکستان کې دا مهال د پخوانی حکومت یو شمېر چارواکی او د اوسنی حکومت مخالفین مېشت دی.
د غونډې تنظیموونکو ویلی، غونډې ته د اوسنی حکومت استازو ته هم بلنه ورکړل شوې، خو کوم استازی یې نه دی ورغلی.
سرپرست افغان حکومت مسوولینو د دې غونډې په اړه رسما څه نه دی ویلی، خو تېر کې یې له ټولو مخالفو اشخاصو هېواد ته د راتلو او دلته د ژوند کولو غوښتنه کړې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ