سرپل کې د نفتو له اتو نورو څاګانو د تېلو استخراج چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۷  نېټه):

د راپورونو له مخې د ریاست‌ الوزرا اقتصادی مرستیال نن په سرپل ولایت کې د آمو نفتی حوزې له اتو نورو څاګانو څخه د نفتو د استخراج پرانیسته وکړه.

د راپور پر بنسټ، د ریاست‌الوزرا اقتصادی مرستیال ویلی، سرپرست حکومت د ټولو ولایتونو متوازن پرمختګ ته پاملرنه کړې او دا دی نن یې په سرپل کې د یوې مهمې پروژې د پرانیستې وکړه، چې لومړۍ ګټه به یې د همدغه ولایت اوسېدونکو ته ورسیږی.

د نوموړی په خبره، د دې مهمې پروژې په پیل سره به په سرپل ولایت کې لوی مجهز روغتون، د خلکو له غوښتنې سره سم معیاری سړک او همدا راز د اوبو بند هم جوړ شی، چې زرګونو کسانو ته به کاری فرصتونه برابر او د هېواد په اقتصادی وده او د عواید په زیاتوالی کې به مهم رول ولوبوی.

د آمو نفتی حوزې د اتو نورو څاګانو په فعالېدو سره به د نفتو په استخراج کې په ورځنی ډول ۸ سوه متره مکعب زیاتوالی راشی او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکی کې به یې ۱۰ نورې څاګانې هم فعالې شی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.