ملګری ملتونه وایی په افغانستان کې د انسانی غمیزې د مخنیوی لپاره دې د دغه هېواد کنګل شوې شتمنی ازاده کړل شی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې د خبرو پر مهال د افغانستان وضعیت کړکېچن بللی دی. نوموړې ویلی چې باید په افغانستان کې له نوی حکومت سره مرستې ډېرې شی او دلته دې خلک له انسانی غمیزې وژغورل شی.
مېرمن لاینز وایی افغانستان دم ګړۍ له داسې یوې غمیزې سره لاس او ګرېوان دی چې مخنیوی یې کېدلی شی او امریکا ته په کار ده چې د دغه هېواد کنګل شوې شتمنی ازاده کړی.
نوموړې وایی دا مهال د شتمنیو د کنګل کېدو له امله له افغانستان سره سوداګری په ټپه درېدلې ده، بانکی خدمات فلجېږی، اقتصادی وضعیت لا هم ترینګلی کېږی او له همدې امله بې ثباتی رامنځ ته شوې ده. لاینز تمه ښوودلې چې نړیوالې بشردوستانه مرستې له افغانستان سره ډېرې شی او دغه هېواد له راتلونکې احتمالی غمیزې وژغورل شی.
گهیځ