کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۸ نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهی صندوق یا یونېسف په هلمند ولایت کې د تېرو جګړو له امله ویجاړ شوی روغتیایی مرکزونه رغوی.
یونېسف ویلی، د جګړو له امله هلمند کې ګڼ روغتیایی مرکزونه ویجاړ شوی او د سیمې خلک له روغتیایی خدماتو بې برخې دی.
د دې ادارې مسوولینو زیاته کړې، چې تر دا مهاله د شاوخوا ۵۰ روغتیایی مرکزونو د ترمیم چارې روانې دی.
د هلمند اوسېدونکی خوښ دی، خو غوښتنه کوی چې په روغتیایی مرکزونو کې دې ورته ښځینه او نارینه مسلکی ډاکتران وګمارل شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ