بشری حقونو څار بنسټ افغان کډوالو سره د پاکستان پر بد چلند نیوکه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۸  نېټه):

د راپورونو له مخې د بشری حقونو څار بنسټ ویلی، چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د وېستلو او شړلو لپاره په پراخه کچه له ناوړه چلند څخه کار اخلی.

دغه بنسټ په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلی، چې پاکستانی پولیسو او نورو چارواکو افغان کډوال نیولی، د هغوی ملکیتونه یې ضبط کړی او د هغوی د هویت اسناد یې له منځه وړی دی.

د دوی په وینا پاکستان د ۲۰۲۳ ز کال د سپټمبر له نیمایی راپدېخوا له ۳۷۵ زره ډېر کسان ستنېدو ته اړ کړی دی.

د بشری حقونو د څار بنسټ د آسیایی برخې مشرې ایلین پییرسن ویلی، پاکستان دې سمدستی له افغان کډوالو سره ناوړه چلند پای ته ورسوی او له وېستلو سره مخ افغانانو ته دې دا فرصت ورکړی، چې په پاکستان کې د خوندیتوب غوښتنه وکړی.

د بشری حقونو د څار بنسټ د څرګندونو له مخې په سرغړونو کې د شپې عملیات شامل دی، چې پولیسو په کې افغانان تر وهلو، ګواښلو او نیولو لاندې نیولی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.