روان کال د آسیا په کچه  افغانۍ لوړه، خو پاکستانۍ کلداره بې ارزښته شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۹  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې بلومبرګ په یو تازه راپور کې ویل شوی، چې د روان کال په ترڅ کې د آسیا په کچه افغانۍ یوازینۍ کرنسی ده، چې خپل ارزښت یې ډېر لوړ ساتلی دی.

د دې ادارې په خبره بل لور د آسیا په کچه هغه کرنسۍ چې خپل ارزښت یې په بې سارې بڼه له لاسه ورکړی، پاکستانۍ کلداره ده.

دوی وایی، پاکستان کلداره یوازینۍ کرنسۍ ده، چې ارزښت یې په بې ساری توګه ټیټې کچې ته رسېدلی دی.

افغان حکومت وایی، د سالم پولی سیاست له امله یې د افغانیو ارزښت با ثباته ساتلی او د لا ارزښتمند کېدو لپاره یې هڅې کوی.

خو بل پلو بیا ولسی وګړی شکایت کوی، چې د افغانیو ارزښت لوړېدو سره بازار کې د ډېری توکو نرخونه د پخوا په څېر په خپل ځای پاتی او نۀ دی راټیټ شوی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.