د اسراییلو او حماس ترمنځ شوی اوربند د اوومې ورځې لپاره هم وغځېد

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۹  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ځینو عربی رسنیو ویلی، چې غزه کې د اسراییلی اشغالګرو او د حـ.ـماس جنګیالیو ترمنځ شوی اوربند د اوومې ورځې لپاره هم وغځېد.

تر دې وړاندې د اسراییلو د پوځ ویاند ویلی، د برمته شویو کسانو د خلاصون لپاره د منځګړو د هڅو په پایله کې نن ورځ ته هم اوربند وغځېده.

معلومه نه ده چې نافذ شوی اوربند به څومره وخت لپاره دوام وکړی، خو منځګړی هېوادونه وایی، هڅه کوی چې نافذ شوی اوربند دوامداره شی.

اسراییلی اشغالګرو پر بې دفاع ولسی وګړو د خپلو هوایی او ځمکنیو بریدونو په پایله کې نږدې ۱۴ زره بې دفاع ولسی وګړی شهیدان کړی او د زرګونو نورو کسانو د ټپی کېدو ترڅنګ یې غزه کې ګڼې ودانۍ نړولی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.