کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۹ نېټه):
د راپورونو له مخې د نیمروز ولایت سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې د شامپو جوړولو د یوې سترې کارخونې د جوړېدو خبر ورکړی.
د راپور پر بنسټ د شامپو دا تولیدي کارخونه د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې، چې په ورځني ډول د ۵ ټنه شامپو د تولید وړتیا لري.
د یادې کارخونې د پرانیستلو په مراسمو کې د دغه ولایت د چاپېریال ساتنې رییس ویلي، چې د سرپرست حکومت په راتګ سره، د هېواد داخلي تولیدات ډېر شوي او حکومت هم په دې برخه کې ډېره پاملرنه کړې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/