کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۱ نېټه):
د رسنیو د راپورونو له مخې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس له خپل مل پلاوی سره د ترکمنستان په عشق اباد کې د یاد هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له رییس عطاء مرادوف سره کتلی دی.
د راپورونو پر بنسټ، په دې کتنه کې پرېکړه شوې، چې روان ډسمبر میاشت کې به د ترکمنستان ټیم د اندخوی – شبرغان او تورغونډۍ – هرات لارې له افغان تخنیکی ټیم سره یوځای وګوری او د جوړولو لپاره به یې یوه طرحه چمتو کړی.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس ویلی، چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو زیاتوالی د دواړه هېوادونو لپاره ګټه لری او اړینه ده، چې د تورغونډۍ او آقینې بندرونو کې وړاندې کېدونکی خدمتونه ډېر او لا معیاری شی.
په دې کتنه کې دغه راز ترکمنستانی لوری د اوسپنې پټلۍ برخه کې د افغان محصلینو د روزنې لپاره چمتووالی ښودلی او ویلی یې دی، چې ډېر ژر به یې وخت او شمېر له افغان لوری سره شریک کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ