غزه کې تر ۷ ورځنی اوربند وروسته اسراییلی اشغالګرو په یو ورځ له ۲ سوو ډېر بریدونه وکړل

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۱  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ځینو بهرنیو رسنیو ویلی، چې غزه کې د اسراییلی اشغالګرو او حـ.ـماس جنګیالیو ترمنځ په خونړۍ جګړه کې له اووه ورځنی ځنډ وروسته اسراییلی اشغالګرو بېرته بریدونه پیل کړی دی.

د دغو رسنیو د راپورونو له مخې د اوربند له ماتېدو سره سم اسراییلی جنګی الوتکو غزه کې پر څه باندې ۲ سوه ځایونو بریدونه کړی دی.

غزه کې د روغتیا وزارت چارواکو ویلی، د دغو بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۷۸ بې دفاع فلسطینی وګړی وژل شوی او ۵۸۹ تنه نور په کې ژوبل دی.

د ملګرو ملتونو د بشری حقونو کمېشنر ولکر تورک په غزه کې د جګړې بیا پیلیدل یو ناورین بللی او نیوکه یې کړې، چې اسراییلو باید نړیوال قوانین په پام کې نیولی وی.

نړیوالو مرستندویه ادارو په غزه کې د موقت اوربند ماتېدل غندلی دی.

حمـ.ـاس جنګیالیو د اوربند په ماتېدو او پر ولسی وګړو اسراییلی بریدونه غندلی او د دې بریدونو د غچ اخیستو ګواښ یې کړی.

پر غزې د اسراییلی اشغالګرو د بریدونو له امله نږدې ۱.۸ میلیونه وګړی بې ځایه شوی او په پاتې شویو کې نږدې ۱۴ زره تنه بې دفاع وګړی وژل شوی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.