کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۱ نېټه):
د راپورونو له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین وایی، د تېلو او ګازو د استخراج په برخه کې یې هڅې زیاتې کړې دی.
د راپور پر بنسټ، د دغه وزارت ویاند ویلی، چې د نفتو په برخه کې ۱۷ څاګانې فعالې دی او له دې سره به لس سلنه اړتیا پوره شی.
نوموړی له رسنیو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړې، چې د یادو حوزو د کشف، استخراج وروسته به هېواد د نفتو او ګازو له پلوه پر ځان بسیا شی او راتلونکې کې به د تېلو د صادرونکو هېوادو په لېست کې هم شامل شی.
مسوولین وایی، دا چې افغانستان د نفتو او ګازو له اړخه یو بډایه هېواد دی، خو په تېرو څو کلونو کې له یادو زخیرو څخه په سمه توګه ګټه نه ده پورته شوې.
دوی وایی، هڅه یې داده چې له شبرغان څخه تر مزار پورې د ګازو پایپ لاین وغځول شی او په یاده سیمه کې د ګازو نورې څاګانې هم کشف شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ