د پاکستان سترې محکمې له حکومته د کډوالو د وېستلو سپیناوی غوښتی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۱  نېټه):

د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې د پاکستان سترې محکمې له حکومت څخه غوښتی، چې د افغان کډوالو د وېستلو بهیر د بندولو لپاره د فعالانو له خوا د شوې عریضې په اړه محکمې ته ځواب ووایی.

تر دې وړاندې یو شمېر فعالانو ویلی وو، چې لنډمهاله حکومت د پاکستان د ستراتیژیکو مسایلو په اړه د لویو پرېکړو صلاحیت نه لری.

پاکستانی رسنیو د پاکستان د سترې محکمې له قوله ویلی، چې حکومت یې باید په دې اړه خپل ځواب وړاندې کړی.

پاکستانی حکومت تر دا دمه محکمې ته د ځواب ورکولو په اړه څه نه دی ویلی.

د پاکستان موقت حکومت په زور سره د ټولو بې اسناده افغان کډوالو د وېستلو لړۍ پیل کړې، چې له امله یې په لکونو افغان کډوال په جبر او زور له پاکستانه ووېستل شول او دا لړۍ لا هم دوام لری.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.