کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۲ نېټه):
د راپورونو له مخې یو امریکایی پانګوال په پنجشیر ولایت کې د زمردو کانونو د وېستنې په برخه کې د ۱۰ میلیونه ډالرو د پانګونې ژمنه کړې ده.
د راپور پر بنسټ دغه امریکایی پانګوال د پنجشیر ولایت له والی سره په کتنه کې دا ژمنه کړې او ویلی یې دی، چې دوی په دې برخه کې پانګونې ته لېواله دی.
د بغلان والی ویلی، چې په دغه ولایت کې په څه باندې ۵ سوه کانونو کې د زمردو وېستنې چارې روانې دی او اوس تازه د زمردو ۴۰ نور کانونه هم کشف شوی دی.
د مسوولینو په وینا اوسمهال د پنجشیر زمردو په کانونو کې شاوخوا ۷ زره کسان د کان کیندنې په چارو بوخت دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ