کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۲ نېټه):
د رسنیو د راپورونو له مخې اروپایی ټولنې افغانستان سره د نږدې ۱۴۳ میلیونه یورو مرسته تصویب کړه.
رسنۍ زیاتوی، چې د اروپایی ټولنې د نړیوال مشارکت کمېشنرې یوتا اورپیلینین د دغو مرستو د تصویب پرمهال ویلی، چې اروپایی ټولنه به د افغانانو ترڅنګ ولاړه وی او دا دریځ د بدلیدو نه دی.
نوموړې زیاته کړې، چې د اروپایی تولنې ۱۰۲،۸ میلیونه یورو مرسته به د روغتیا، د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوی، د زده کړو او د پاکو اوبو پر چمتو کولو په مصرف ورسول شی.
د اروپیلینین په وینا، دا مرسته به تر ډېره هغو کسانو ته ځانګړې شی، چې له خپلو سیمو بې ځایه شوی دی.
د اروپایی ټولنې دا مرسته د هغه یو میلیارد او دوه سوه یورو ژمنې یوه برخه ده، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې دې ټولنې له افغانانو سره کړې وه.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ