کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۲ نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان الف کرکټ لوبډله نن په متحده عربی اماراتو کې د انګلستان الف کرکټ لوبډلې پر وړاندې درې ورځنۍ تمریناتی لوبه پیلوی.
د راپور پر بنسټ دغه لوبه به د روانې ډیسمبر میاشتې تر ۵مې نېټې پورې دوام وکړی.
د مسوولینو په وینا د افغانستان کرکټ بورډ به له انګلستان کرکټ بورډ سره په ګډه د یادې لوبې کوربه توب کوی او لګښتونه به هم د خپلو – خپلو لوبډلو ورکوی.
افغان کرکټ بورډ وایی، د انګلستان الف لوبډلې پر وړاندې دغه درې ورځنۍ تمریناتی لوبه د راتلونکو سیالیو او سفرونو لپاره د لا غوره چمتووالی په موخه پلان شوې ده.
تر دې وړاندې افغان الف لوبډلې له عمان کرکټ لوبډلې سره هم ۲ یو ورځنۍ او ۵ شل اوریزې لوبې ترسره کړې.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ