حمـ.ـاس وایی، غزه کې د مقاومت ماتول د اسراییلو خوب او خیال دی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۲  نېټه):

فلسطین کې د حماس ډلې د سیاسی دفتر مرستیال صالح العاروری له الجزیرې ټلوېزیون سره په تازه مرکه کې ویلی، چې اسراییلی ځواکونه یې غزه کې له بشپړې ماتې سره مخ کړی دی.

نوموړی په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې غزه کې د مقاومت ماتولو فکر د اسراییلی لوری یو خوب او خیال دی، چې هېڅکله به پوره نشی.

د صالح العاروری په وینا اسراییلی ځواکونه د جګړې په لومړی پړاو کې ناکام شوی او اوس د سرېښو له دې ډنډه څخه د ځان وېستنې لار نه لری.

نوموړی پر بې دفاع ولسی وګړو د اسراییلی بریدونو غندنه کړې او په دې اړه یې نړیوالو بشرپالو باندې غږ کړی، چې د ولسی وګړو له وژنې اسراییلی لوری وګرځوی.

دغه مرکه کې صالح العاروری زیاته کړې، چې د اسراییلو مخکینی او اوسنی پوځی بندیان یې په لاس کې دی، خو هغه مهال به یې خوشې کړی، چې اسراییلی لوری خپل روان بریدونه ودروی او خپلو زندانونو کې بندی ټول فلسطینیان آزاد کړی.

تازه راپورونه وایی، چې د غزې په سویل کې اسراییلو تر ټولو سخت بمبار کړی دی، خو بل لور بیا د حمـ.ـاس جنګیالیو په خپلو بریدونو کې د اسراییلی پوځ یو مهم قومندان وژلی.

اسراییلی لوری هم منلې، چې د غزې د سویلی کنډک یو قومندان یې د حــ.ـماس جنګیالیو وژلی او مړی یې له غزې تړانګې بهر غورځولی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.