کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۲ نېټه):
د راپورونو له مخې هېواد ته د راستانه شویو افغانانو کمېسیون ویلي، د راستانه شویو سوداګرو او صنعت کارانو لپاره هېواد کې د ننه د ځمکو ورکړې په لټه دي.
د راپور پر بنسټ، د یاد کمېسیون د سوداګرو او صنعت کارانو کمېټې مسوول، نور الدین عزیزي د کمېسیون له مشر سره په لیدنه کې ویلي، چې راستانه شوي افغان سوداګر په هېواد کې پانګونې ته هڅوي او د هغوی لپاره یې ځینې مالیاتي او تشویقي موارد هم په پام کې نیولي دي.
حنفي په دغه لیدنه کې له بهر مېشتو افغان سوداګرو او صنعت کارانو غوښتي، چې په افغانستان کې له خپلې پانګونې سره د هېواد په آبادۍ کې ونډه واخلي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/