کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۲ نېټه):
د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد د بهرنیو چارو مخکینی وزیر او د پاکستان د خلکو ګوند مشر، بلاول بوټو په بلوچستان کې یوې خبری ناستې ته ویلی، چې د پاکستان لنډمهالی حکومت د افغان کډوالو د وېستلو واک نه لری.
د خبر پر بنسټ، بوټو ویلی چې د افغان کډوالو له وېستلو مخکې باید له کوربه ټولنو، افغان کډوالو او مدنی ټولنو سره مشورې شوې وای او وروسته دا پرېکړه عملی شوې وای.
زرداری ویلی، د افغان کډوالو مسله پېچلې ده چې دا لنډمهالی حکومت یې په اړه د پرېکړې صلاحیت نه لری.
پاکستان دې وروستیو کې پر افغان کډوالو کړۍ راتنګه کړې، چې له امله یې د افغان حکومت په ګډون ګڼو نړیوالو هېوادونو او بنسټونو د پاکستان دغه عمل غندلی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ