د المپیک نړیوالې کمېټې په سپورټی برخه کې له افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.
په خپرو شو راپورونو کې راغلی چې د المپیک نړیوالې کمېټې د اسیایی برخې چارواکو په دوحه کې د افغانستان د المپیک کمېټې له چارواکو سره لیده کاته کړی دی.
د نړیوالې کمېټې په خپره شوې اعلامیه کې راغلی، چې افغان لوری ورسره ژمنه کړې چې د لوبو په برخه کې به یې فعالیتونه دوام کوی. اعلامیه زیاتوی چې، د المپیک نړیوالې کمېټې اصولو ته د ژمن پاتې کېدو او په افغانستان کې د لوبغالو او لوبغاړو حقونو او فعالیتونو ته د درناوی ژمنه یې ور سره کړې ده.
د المپیک نړیوالې کمېټې ویلی چې دوی له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکوی او تمه لری چې افغان لوبغاړی او اتلان په نړیوالو سپورټی میدانونو کې خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړلی شی.
گهیځ