اوچا وایی، افغانستان د اقلیمی بدلون له امله سخت ځپل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۳  نېټه):

د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشری چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلی، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې د اقلیمی بدلون له امله سخت ځپل شوی دی.

دغې ادارې زیاته کړې، چې افغانستان په نړیواله کچه د شنو خونو د مضره ګازونو یوازې ۰،۰۱ سلنه جوړوی او موږته په کار ده، چې د عادلانه حل لارو لپاره سره یوځای شو او د هغو ملاتړ وکړو، چې د اقلیمی بدلون له امله ډېر اغېزمن شوی دی.

همدا راز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت، یوناما هم د اقلیمی بدلون په اړه د ملګرو ملتونو له ۲۸م کنفرانس سره هممهاله، له ښکېلو اړخونو غوښتی، چې د پوهاوی پر ځای دې عمل ته مخه کړی.

د یوناما په خبره اقلیمی ټکانونو او فشارونو د میلیونونو افغانانو پر ورځنی ژوند ژور اغېز کړی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.