د تاجکستان د کاسا زر پروژې د پیل غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۳  نېټه):

د راپورونو له مخې د تاجکستان د ولسمشر مطبوعاتی دفتر په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی، چې ولسمشر امام علی رحمان د نړیوال بانک له مشر اجې بنګا سره کتنه کې د نورو مواردو ترڅنګ د کاسا زر پروژې د بیا پیل په اړه خبرې کړې دی.

د راپور پر بنسټ، دغه لیدنه په دوبۍ کې د ملګرو ملتونو د اقلیمی بدلون د ۲۸ م کنفرانس په څنډه کې ترسره شوې ده.

د اعلامیې له مخې ولسمشر امام علی رحمان پر دې ټینګار کړی، چې د برېښنا د لوړ ولتاژ لرونکې پروژې چارې باید له سره پیل شی.

د کاسا رز پروژه د افغانستان له لارې د مرکزی آسیا د انرژۍ مارکېټ له جنوبی آسیا سره نښلوی. د دغې پروژې په عملی کېدو سره به له قرغزستان او تاجکستان څخه ۱۳ سوه مېګاواټه برېښنا افغانستان او پاکستان ته ولېږدول شی.

تېر کال نړیوال بانک د دې پروژې د نه تمویل کېدو خبر ورکړی و او لا یې هم په اړه نوی څه نه دی ویلی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.