د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روسیې له (روسیه ) ۲۴ ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې په سترو اقتصادي پروژو کې برخه واخلي. هغه زیاته کړه چې د روسیې اصلي تمرکز د افغانستان پر سیاسي ثبات دی.
نوموړي همداراز په افغانستان کې د یوه خپلواک او پر ځان بسیا حکومت پر اړتیا ټینګار وکړ چې له روسیې سره دوستانه اړیکې ولري.