د منظور پشتین د نیول کېدو په غبرګون کې نن ښایی ټول پاکستان کې اعتراضونه وشی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۳  نېټه):

د رسنیو د راپورونو له مخې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین په چمن کې د پاکستانی پولیسو له لوری نیول شوی دی.

د چمن ځایی امنیتی مسوولینو هم د نوموړی د نیول کېدو خبر تایید کړی، خو په اړه یې نور جزیات نه دی ورکړی.

په جنوبی پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د نوموړی د هر څه ژر خلاصون غوښتنه کړې ده.

منظور پښتین د تېرې یکشنبې په ورځ ویلی و، چې د سه شنبې په ورځ به د ورکو شویو کسانو د پیدا کېدو لپاره د بلوڅانو په یوه پرلت کې برخه واخلی.

پشتین تېره اوونۍ ډیورنډ کرښې ته څېرمه چمن کې پرلت والو ته په وینا کې ویلی وو، چې د پښتونو سیاسی مشران باید تر راولپنډۍ پورې لاریون وکړی او هلته د خپلو حقونو غوښتنې لپاره پرلت ووهی.

د منظور پښتین نیول کېدو په دغه هېواد کې د ګڼ شمېر خلکو غبرګونونه را پارولی او ښایی چې نن په ټول پاکستان کې د دغه غورځنګ د پلویانو لخوا د نوموړی د خلاصون لپاره پراخ اعتراضونه ترسره شی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.