بیا هم بې وزله افغان کډوال او زمونږ بې رحمه ګاونډی واکمن!

دادی پدې شپو او ورځو کې چې د افغانستان د پلازمینې کابل په ګډون په اکثره سیمو کې د ژمی ساړه بادونه را الوتی دی زمونږ دوه ګاونډیو هېوادو شریرو او منافق صفته واکمنو د شرارت لاس سره یو کړی او په ګډه یې په خپلو هېوادو کې پراته بې وزله او پناه ور وړونکی افغانان له خپلو هېوادونو را ایستلی دی.

د رسنیزو راپورنو له مخې په کابل کې د کډوالو چارو وزارت وایی چې د روان زېږدیز کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې راپدېخواه له ایران څخه شاوخوا یو لک او څلور دېرش زره کسان افغانستان ته بېرته را ستانه کړای شوی دی.

د کډوالو چارو وزارت دا هم وایی چې د روان زېږدیز کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې له پاکستان، ایران او ترکیې څخه د ایستل شویو افغان کډوالو شمېر ۳۸۱ زرو ته رسېدلی دی چې دې ترڅ کې څه باندې دوه لکه څلور ویشت له پاکستان، ۱۳۴ زره له ایران او دوه زره ۲۶۳ له ترکیې څخه بېرته خپل هېواد ته را ستانه شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دې خواته د افغانستان په اکثره سیمو کې د ژمی ساړه بادونه را الوتی دی او د یخې هوا لدې څپو سره هغه کډوال چې کلونه او لسیزې یې له خپل کور او کلی بهر د مهاجرت په چاپېریال کې تېر کړی دی او په نا څاپه هلته له خپلو جوړو کړو جونګړو څخه بې ځایه کېږی او په زور او تشدد سره دې خواته را اړول کېږی، له ګڼو ستونزو او کړاونو سره مخ شوی دی.

په ظاهره د ځینو هېوادو لکه ترکیه دلیل دادی چې هغوی او نور هېوادونه هېڅ څوک هم نه غواړی په خپلو هېوادونو کې د بل ملک وګړو ته په نا قانونه ډول د هستوګنې اجازه ورکړی، ځکه دا یوازې افغانان هم ندی چې په نړۍ کې آواره او سرګردانه ګرځی، بلکې د ګڼو بې وزله او جګړه ځپلیو هېوادونو وګړی او آن د ځینو هوسا او آرامه هېوادونو وګړی هم د خپلو خوبونو دنیاګۍ یعنې لویدیځ ته د رسېدو په امید د لارې په ملکونو کې د خوارۍ او درپه درۍ شپې ورځې تېروی، خو دا هم د پاملرنې وړ ده چې پدې منځ کې او په تېره بیا په ایران او پاکستان کې ګڼ شمېر هغه خوار او بې وزله افغانان هم دی چې آن په افغانستان کې د کمونیستی کودتا او پر دې ملک د پخوانی شوروی د سرو ځواکونو د یرغل له وخت څخه هلته دېره دی، همالته پیدا شوی، لوی شوی او ژوند یې کړی دی.

د تېرې میاشتې له پیل څخه چې پاکستان د افغان کډوالو د را ایستلو کومه لړۍ پیل کړې او ورسره جوخت چې د هغوی لوړ پوړو چارواکو کوم ډول څرګندونو، ګیلو او ناندریو لړۍ په لاره اچولې له هغې نه په ډاګه ښکاری چې هغه د یوه محلی متل په مصداق تر کاسې لاندې کومه نیم کاسه شته او د پردې شا ته زمونږ د شریر ګاونډی غوښتنې څه بل رنګ لری.

دا چې په کلونو، لسیز او آن تر نیمې پېړۍ زیاته موده په هغه ملک کې د مېشتو افغانانو ته د پاکستانی چارواکو او د هغه هېواد د پوځ په لاس لوبېدونکی ښاغلی کاکړ د حکومت له غوسې موخې څه دی؟ اوږده بحث ته اړتیا لری، خو هغه څه چې پدې تړاو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې میرمن زهرا بلوچ په خپله اونېزه خبری ناسته کې ویلی کېدای شی تر یوه بریده د پاکستان د موخو څرګندونه وکړی، مېرمن بلوچ په څرګندو ټکو کې وایی: د افغانستان له اوسنی حکومته هغه څه تر لاسه نه شول چې “موږ یې تمه لرله”.

بل اړخ ته ایران هم په بشپړ ډول د پاکستان په څېر او آن تر هغې هم بدتره پداسې حال کې له هغه هېواده د خوارو افغان کډوالو په جبری را ایستلو پیل کړی او یا یې دې ته اړباسی چې په رضاکارانه ډول هغه خاوره پرېږدی چې د همدې میاشتې په پیل کې د افغانستان د کابینې یوه لوړپوړی پلاوی تهران ته د یوې اونۍ رسمی سفر درلود او د دوه اړخیزو همکاریو د بحث په سر کې افغان پلاوی له ایرانه وغوښتل تر څو په هغه ملک کې له خوارو اوکاریګرو افغانانو سره له صبر او زغم څخه کار واخیستل شی.

له خوارو افغانانو سره د دواړو ګاونډیو او د سیمی د نورو لرې نژدې هېوادو دغه چلند او په تړاو یې د هغوی منافقانه رویه که یوې خواته د دغه را ستنېدونکو په تړاو مونږ ته د عبرت یو ښه درس راکوی، بل خوا مو دې ته هم پام را اړوی چې د هېواد  ټول شتمن وګړی، خیریه بنسټونه او مخور شخصیتونه لکه څه ډول چې له نورو مصیبت ځپلو هېواد والو سره مرستو ته چمتو والی نیسی، دغه په زور را ستنو شویو کډوالو سره هم د یوې ملی روحیې په خپلولو او ملی کمپاین په روحیه مرسته وکړی، تر څو د شریرو ګاونډیانو څخه پر افغانانو د فشار دغه وسیله هم نوره واخیستل شی. والسلام

 

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.