کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۳ نېټه):
د راپورونو له مخې د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ویلی، چې سږ کال له دغه ولایت څخه د څه باندې ۱۸۱ میلیونه امریکایی ډالرو په ارزښت، شاوخوا ۵۳ زره ټنه وچه مېوه بهرنیو هیوادونو ته صادره شوې ده.
د راپور پر بنسټ، د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلی، چې دغه وچه مېوه په روان کال کې پاکستان، هند، چین، دوبۍ، اروپایی او امریکایی هېوادونو ته صادره شوې ده.
بلخوا بیا د وچې مېوې یو شمېر سوداګر وایی، چې سږکال یې د سپین بولدک له لارې د نورو کلونو په پرتله د سیاسی او اقتصادی ستونزو له امله د سوداګرۍ کچه راټیټه شوې او ورسره د وچې مېوې په بیو کې هم کموالی راغلی دی.
کندهار د هېواد په کچه یو له هغو ولایتونو دی، چې هر کال ترې بهرنیو هېوادونو ته په زرګونه ټنه وچه مېوه صادریږی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ